تازه خبرونه

د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ولسمشر په ملي خیانت تورن کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې بیا هم د ملي یووالي حکومت ته خبرداری ورکړ چې د کابینې د نه معرفي کولو په صورت کې په هیواد کې د هر ډول ګډوډیو د رامنځته کیدو مسولیت لري.
د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای د فشارونو له کبله د کابینې په معرفي کولو کې زړه ناړه دی.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا ولسمشر او اجرایي رییس په ملي خیانت تورنوي.
ولسي جرګه د چهار شنبې په ورځ په تمه وه چې حکومت به د نوې کابینې کاندید وزیران د باور رایو لپاره ورته معرفي کړي. د ولسي جرګې غړي وايي چې ولسمشر او اجرایي رییس د ولسي جرګې د غړیو سره په وروستۍ کتنه کې ژمنه کړې وه چې د مرغومې په اوولسمه چې د چهارشنبې ورځ کیږي، د نوې کابینې کاندید وزیران به ولسي جرګې ته معرفي کوي، چې دا مهلت هم پای ته ورسید.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي د ملي یوالي د حکومت د کار دوام د اساسي قانون خلاف بولي. دوی وایي چې د ملي یووالي حکومت په سلو ورځو کې ونه توانید چې کابینه معرفي کړي او خپل پروګرامونه عملي کړي.
دوی وايي د ملي یووالي حکومت له قانون څخه سرغړونه کوي او په لوی لاس یې ولس په ګڼو ستونزو کې راګیر کړی دی.
ولسي جرګې پریکړه وکړه چې د ملي یوالي د حکومت د کار د دوام او په رسمي توګه په ملی خیانت د تورنولو په هکله به په راتلونکې اوونۍ کې حقوقي بحث پیل کړي.

Trending

Exit mobile version