تازه خبرونه

د ولسي جرګې یو شمېر غړي عربستان ته د غني په سفر نیوکه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ځينې غړي سعودي عربستان ته د ولسمشر وروستی سفر له پټو معاملو سره مل بولي او وايي چې دغه سفر یوازې تر عمرې پورې محدود نه دی.

دوی وايي چې ولسمشر ته نده په کار چې له نورو هیوادونو سره پټې خبرې وکړي، خو ځينې نور بیا په دې باور دي چې ولسمشر هڅه کوي د سولې په خبرو کې له سعودي عربستان څخه مرسته وغواړي.

ولسمشر اشرف غني سعودي عربستان ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له پادشا سره لیدلي.

که څه هم ویل کیږي ولسمشر په غیر رسمي سفر د عمرې لپاره سعودي عربستان ته تللی دی؛ د ولسي جرګې یو شمیر غړي د ولسمشر په دې سفر بیا نیوکه کوي چې هغه له پټې اجندا سره سعودي عربستان ته تللی دی.

دوی وايي چې ولسمشر ته په کار ده چې نورو هیوادونو ته د سفر د اجندا په هکله خلکو ته خبر ورکړي.

ویل کیږي په نږدې ورځو کې به افغان ولسمشر د امریکا د ولسي جرګې او سنا په بلنه امریکا ته سفر وکړي او د افغانستان د شرایطو په هکله ویناوې وکړي. وروستي رپوټونه وايي چې اوباما ښایي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وایستلو په مهال بیا غور وکړي.

Trending

Exit mobile version