سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې دوه يم مرستيال له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف بلنه ومنله
دغه ائتلاف له ټولو سياسي، ټولنيزو او مدني بنسټونو او همدا راز له ټولو خلكو غوښتي، چې په هغه احتجاجي غونډه كې برخه واخلي، چې د دوى له خوا د قانون او د خلكو له رايو څخه د ملاتړ تر سرليك لاندې جوړيږي.
په پام كې ده دا عمومي غونډه سبا له غرمې مخكې د ولسي جرگې په انگړ كې جوړه شي.
دغه ائتلاف وايي، چې:
د ولسې جرگي ورستيو پايلو كې هيڅ ډول بدلون نه مني.
احمد بهزاد د ولسي جرگې دوه يم مرستيال وايي:
يوشمېر كړۍ په حكومت كې غواړي ملي شورا له مخې ليرې كړي، چې سلطنتي او استبدادي غوښتنې يې پلې شي.
نوموړى وايي:
ملي شورا د ځانغوښتنې او واك ساتنې غلې كوونكې ده او هغه كړۍ ، چې غواړي د استبداد ساتنې هڅې وكوي له دې بنسټ سره دښمني څرگندوي.
احمد بهزاد وايي: ملي شورا د سلطنت و استبداد په وړانردريدلي ده
بهزاد د ولسي جرگې د وه يم مرستاال وايي:
فضل احمد معنوي د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو د خپلواك كميسيون مشر اړ شوى ، چې يوشمېر گمارل شوي كانديدان له دندې ليرې كړي او تد ځاى يېر يې نور ود وژني.
نوموړي له معنوي غواړي، چې هيڅ راز اړتيا يې بايد د كار خنډ نه شي.