سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې د اوسنيو غړيو پايلې به راتلونكې اوونۍ اعلام شي- تابش فروغ
د ټاكنو خپلواك كميسيون يو وياند تابش فروغ وايي:
كه څه هم د ټاكنو د پايلو په اړه د دې كميسيون لخوا بحث پاى ته رسيدلى و؛ خو دغه كميسيون په داسې حال كې، چې نه يې غوښتل يو ځل بيا بحث كولو ته اړ شو.
د ولسي جرگې د برحالو غړيو د نومونو په لسټ كې بدلون پداسې حال كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون لخوا مطرح كيږي، چې د قانون د ملاتړ ائتلاف رهبرۍ خبردارى وركړى، چې د ټاكنو په پايلو كې د هرراز بدلون راوستو په صورت كې به دوى په پراخو اعتراضونو لاس پرې كړي.
د دې كميسيون يو وياند تابش فروغ وايي، چې:
په روانه اوونۍ كې يې د يوې كميټې په تشكيلولو سره د ټاكنيزو جنجلونو په اړه بحث وكړ او دې پايلې ته ورسيدل، چې د تېركال د پارلماني ټاكنو په پايلو كې بدلون راولي.
كه څه موده وړاندې د ټاكنود خلپواك كميسيون چارواكو د ټاكنو په پايلو كې بدلون ناشونى اوناقانونه باله، خو د دې كميسيون وياند وايي، چې:
د ټاكنو د پايلو د باطل بللو په اړه د لوى څارونوال له څرګندونو وروسته دوى پخپل دريځ كې بدلون راوسته.
تابش فروغ وايي، چې:
د ټاكنو خپلواك كميسون ل تېرو اته مياشتو راهيسې په خپلو څرگندونو ټينگ دريدلو او د قانون د ملاتړ كولو په پايله كې دا ثابته كړه، چې دوى د ټاكنوقانون د طرزالعملونو ملاتړ كوي.
د نوموړي په وينا:
له ټولو حساسيتونو سره سره په داسې حال كې، چې د ټاكنو كميسيون قضايي ارگانونو ته درناوى لري، خو دا پدې معنا نده چې:
دوى اوس د ټاكنو د ځانگړې محكمې لخوا اعلام شوې پايلې تائيدوي.
گڼل كيږي او پدې باور دي، چې:
د ټاكنو په پايلو كې هرډول بدلون د قانون خلاف عمل دى.
د ولسي جرگې يو زيات شمېرغړيو د زمري مياشتې له شلمې بيا تراوسه احجاج پيل كړى او خبردارى وركوي، چې:
د ټاكنو په پايلو كې د بدلون راوستو په صورت كې به دوى خپل احتجاج د ولسمشرۍ تر ماڼې پراخ كړي او په هغه صورت كې به د افغانستان ولسمشر له استعفا پرته بله لارونلري.
د ولسي جرگې يو شمېرنورغړي، چې د دې ادعاوو مقابل لورى دى، بيا د پارلماني ټاكنو په اړه د ټاكنو د ځانگړې محكمې د پايلو د عملي كيدو غوښتنه كوي.
له دې سره هممهاله ولسي جرگه كې د ټاكنو پايلې يوه بشپړه شوې او تړل شوې مسله گڼل