تازه خبرونه
د ولسي جرگې د لومړي مرستيال د توندو ادعاوو د څېړنې سپارښتنه شوې
دغه څرگندونې په هغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشرۍ مانۍ له لوري خپره شوې ده.
د دغه حکم په لومړۍ ماده کې راغلي، چې په دې پلاوي کې د عدلي او حقوقي چارو مشورتي بورد رييس پوهنوال نصرالله ستانکزى د پلاوي د مشر، د لويې څارنوالۍ پوځي مرستيال عبدالفتاح عزيزي د غړي او د دولت د قضاياوو عمومي مشر مير محمد انور سادات د غړي په توگه ټاکل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرگې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير څلور ورځې وړاندې د جرگې په عمومي ناسته کې وويل، چې د داعش چارواکي په کابل کې ژوند کوي او د دولت له ملاتړ برخمن دي.
هغه زياته کړه، په دې اړه پوره اسناد په واک کې لري او څرگندوي، چې د ملي امنيت شورا په دې برخه کې په مستقيم ډول لاسوهنه کوي او په يوه مناسب وخت کې به دغه اسناد ولسي جرگې ته وړاندې کړي.