تازه خبرونه

د ولسي جرگې د يو شمېر غړيو اعتصاب به د كابل ښاروال تر گوښـه كيدو روان وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې ځينې غړي، چې د كابل ښاروالۍ په وړاندې يي اعتصاب كړى وايي، اعتصاب به يي تر هغو روان وي، چې ښاروال محمد يونس نوانديش له خپلې دندې گوښه شوي نه وي.
د كابل ښاروال په وړاندې د ولسي جرگې ځينو غړيو د ښاروالۍ مخې ته خيمه وهلي او د خپل درې ورځني اعتصاب د غزولو گواښونه كوي.
د ولسي جرگې د مواصلاتو او مخابراتو د كميسيون رييس قيس حسن وايي:
دوى د كابل ښاروال محمد يونس نوانديش د گوښه كيدو او محاكمې ته د راكاږلو غوښتنه لري، چې تر اوسه د دوى په خبره نه ده پوره شوې.
د كابل د نهمې ناحيې د وكيلانو مرستيال عبدالصافی وايي:
د يكشنبې په ورځ(د غويى۱۴) ځينې ښاريان او د كابل ښاروالۍ كاركوونكي واټونو ته را ووتل او له ښاروال څخه يې د ملاتړ لاريون وكړ، چې ځينې يي اجباري بولي.
كابل ښاروال محمد یونس نو اندیش وايي، اعتصاب د زورلرونكيو او د ځمكو د غاصبينو له خوا پيل شوى دى.
د كابل ښاروالۍ ځينې كاركوونكي او د كابل د ولايتي شورا ځينې غړي هم د ولسي جرگې د اعتصاب كوونكيو غړيو په پلوي ولاړ دي.
درې ورځې كيږي، چې د ولسي جرگې غړيو خپل اعتصاب پيل كړى او له دوه ورځو را په ديخوا يي د ښاروالۍ دروازه بنده كړې ده.
دوى د كابل ښاروال د گوښه كيدو او د افغانستان د ښارواليو لپاره د ښاروالانو د انتخابي كيدو غوښتنه كوي.

Trending

Exit mobile version