سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې د ټاكنو په پايلو كې هيڅوك هم د بدلون حق نه لري- ولسي جرگه
ولسي جرگې د يوې مصوبې په خپرولو ويلي، چې:
د ټاكنو د خپلواك كميسيون په گډون يو بنسټ هم نه شي كولى، چې د ولسي جرگې د ټاكنو په ورستيو پايلو كې بدلون راولي.
په دغه مصوبه كې راغلي، چې:
ولسي جرگه به اجازه ورنكړي، چې د مصلحتونو او يا سياسي معاملوله مخې د خلكو په رايو كې لاسوهنه وشي.
په همدې حال كې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا د ولسمشر د ورستي فرمان ملاتړ كړې، چې ټاكنو خپلواك كميسيون ته د ټاكنو له لامله د را ولاړ شوي بحران د له منځه وړلو صلاحيت وركړشوى دى .
له بلې خوا د ياد فرمان له لامله له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف تراوسه خپل احتجاج ته دوام وركړي دى.
د آريانا راډيو– ټلويزيون خبريال احمد ارشاد خطيبي په ډاگه كوي، چې دا مصوبه د ولسمشر حامد كرزي د ورستي فرمان په غبرگون كې تصويب شوې ده.
افغان ولسمشر تېره چارشنبه د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د يو فرمان په وركولو ويلي، چې ټولې ټاكنيزې ستونزې حل كړي، خو ولسي جرگې د خپلې شنبې ورځې په مصوبه كې ټينگاركوي، چې:
هيڅ يو بنسټ د دې حق نه لري، چې د ولسې جرگې د ټاكنو ورستيو پايلو ته بدلون وركړي.
په دې مصوبه كې ولسي جرگې د ټاكنو بهير پاى ته رسيدلى بلل شوى.
د ولسي جرگې د دوهم مرستيال احمد بهزاد په باورد ولسي جرگې غړيو ته د تصديق پاڼو له وركولو وروسته هيڅ يو بنسټ صلاحيت نه لري، چې د ټاكنو په پايلو كې بدلون راولي.
له بلې خوا د ولسمشر د فرمان په غبرگون كې له قانون څخه د ملاتړ د ائتلاف احتجاج د تېرو درې ورځ په څېرروان دى.
د دغه ائتلاف د احتجاج په څلورمه ورځ په احتجاج كې د گډوانوالو وكيلانو لسگونه وكيلان د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راغلي او په دې احتجاجي ناسته كې يې گډون كړى او د ائتلاف له احتجاج څخه يې ملاتړ وكړ.
فيفام ټينگاركړى، چې:
افغان ولسمشر د دغه فرمان په صادرولو د افغانستان د اساسي قانون او ډيموكراسۍ د ساتنې په برخه كې مهم گام پورته كړى دى .
دغه بنست د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غوښتي، چې:
خپل بې پرې والى په پام كې ونيسي او د ټاكنيزو ستونزو له لامله راولاړ شوي بحران ته د پاى ټكى كيږدي.