سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې غړې فريبا احمدي د ۷ طالب بنديانو په بدل كې خوشې شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په ولسي جرگه جرگه كې د كندهار د خلكو استازې فريبا احمدي كاكړ، چې يوه مياشت وړاندې طالبانو د كابل-كندهار له لويې لار تښتولې وه، خوشې شوې ده.
د غزني ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي:
ميرمن كاكړد ولايتي شورا او د لرغوني غزني نومې شورا په منځگړيتوب د ۷ طالب زندانيانو په بدل كې خوشې شوه.
د نوموړي په وينا، له ۷ آزاد شويو طالبانو څخه څلور ښځې او درې يې نرينه دي؛ خو سيمه ييز چارواكي په دې اړه له څرگندونو ډډه كوي.
طالبانو په يوه خبرپاڼه كې د فريبا احمدي كاكړ او د زنداني طالبانو خوشې كيدل تائيد كړي دي.