سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرگې يو شمېر غړيو د ولسمشر وروستۍ څرگندونې د ملي گټو پر ضد بولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې يو شمېر غړيو د امريكا په اړه د ولسمشر وروستۍ څرگندونې  د افغانستان د ملي گټو خلاف گڼلي دي.

ولسمشر حامد كرزي په تېرو څو ورځو كې د امريكا كړنې د نيوكو لاندې ونيولې او ويلي يې دي، چې په افغانستان كې امريكا او طالبان گډې موخې پالي.

دغه راز نوموړي په هلمند كې په ډاگه كړه، چې امريكا د افغانستان د ځمكنيو سرچينو لپاره  دې هېواد ته راغلې ده.

اوس د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې د ولسمشر په پاكستان كې د افغانستان د سفير عمر داودزي په مشوره دغه څرگندونې كړي دي.

په ولسي جرگه كې د كندهار استازى لالى حميدزى وايي:

ولسمشر حامد كرزي ته د امريكا او طالبانو تر منځ د پټو خبروډاډ  عمر داود زي ور كړى دى.

د ولسي جرگې د يو شمېرغړيو په باور، د كابل او واشنگتن د اړيكو  كړكېچ به د افغانستان لپاره په زړه پورې پايلې ونه لري.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي د ولسي جرگې د دغو غړيو څرگندونې بې بنسټه وگڼلې.

د ولسي جرگې غړيو دغه راز د سولې په اړه د خبرو بهير پوښتنه پاروونكى بولي او د دې بهير په بيا كتنې يې ټينگار وكړ.

د ولسي جرگې د غړيو په وينا، په داسې حال كې، چې د افغانستان خلك هره ورځ د ترورستي بريدونو ښكاركيږي د سولې په اوسنى بهير ټينگار به هيڅ گټه ونه لري.

د يادونې وړ ده، چې ولسي جرگې يوځل بيا د هغو ۱۱ وزيرانو د استيصاح غوښتنه وكړه، چې د تېر كال انكشافي بوديجه يې له ۵۰ سلنې لږ لگولې ده.

Trending

Exit mobile version