سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې پرېكړه د قضائيه قوې له حكمه سرغړونه او سپكاوى دى- استيناف
د كابل د استيناف محكمې او لو يې څارنوالۍ د ولسي جرگې پريكړه د افغانستان قضائيه قوې له پرېكړو سرغړونه او سپكاوى وباله.
دغو دوه بنسټونو په كابل كې د يوې گډې خبري ناستې په پايله كې د ولسي جرگي له خوا د سترې محكمې د سرپرت او د سترې محكمې د عالى شورا د پنځه غړي د محاكمه كولو او له دندې څخه د لوى څارونوال د لرې كيدو پرېكړه غير قانوني وبلله او زياته يې كړه:
هيڅ بنسټ د افغانستان د قضائيه بنسټونو د پريكړه په وړاندې د دريدو حق نه لري.
د ولسي جرگې غړى قاضي عبدالرحيم وايي، چې:
مونږ د خلكو رښتيني استازي يو او هره ېريكړه مو له قانون سره سمه كيږي .
ولسي جرگې شا وخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ټاكنو له ځانگړې محكمې څخه د ملاتړ په تور د سترې محكمې رييس او د دغې محكمې د عالي شورا د پېنځه غړيو د اساسي قانون او د ټاكنو له قوانينو څخه په سرغړونه تورن كړي او له دندو يې گوښه اعلان كړي وه.
همدا راز ولسي جرگې په بېړني ډول د دغو كسانو د محكمې غوښتنه هم كوله.
سره له دې، چې د ولسې جرگې دا پرېكړه پلې نه شوه؛ نو ولسي جرگې په تېره اوونۍ كې يوه مصوبه تصوب كړه، چې له مخې يې د كورنيو چارو، عدليې ، اطلاعاتو او فرهنگ او ماليې وزارتونو ته حكم وكړ، چې له سترې محكمې سره دې خپلې اړيكې او همكارۍ بندې كړي.
د ولسي جرگې د دغې پرېكړې په غبرگون كې د شنبې په ورځ د كابل د استيناف محكمې او د افغانستان لويې څارنوالۍ وويل، چې:
هيڅ يو بنسټ د دې حق نلري، چې د قضا له پرېكړې سرغړونه وكړي.
د لوى څارنوالۍ د پوځي څارونوالۍ ريس سيد فضل كريم اغا وويل، چې:
د ټاكنو د پايلو په باب د محكمې پرېكړه دې پلې شي او زياتوي، چې د ولسي جرگې دا پريكړه د افغانستان د قضا له پرېكړو سرغړونه او د غو پرېكړو ته سپكاوى دى .
د ولسي جرگې غړى قاضي عبدالرحيم آريانا ټلويزيون ته وويل، چې دوى د قانون له مخې د خلكو ريښتينې استازي دي او د دوى هره پرېكړه د قانون او د دوى د قانوني صلاحيتونو له مخې كيږي.
د ولسي جرگې دا غړي وايي، چې:
يو كال وړاندې ټاكنيزو جنجالونو په باب د قانون له مخې سترې محكمې د سرپرست او پنځو غړو دنده پاى ته رسيدلې او د ټاكنو په باب د دوى ټولې پرېكړې د قانون خلاف دي.
د كندهار او مزار د استيناف محكمې غړيو هم د ورته غونډې په جوړلو سره د محكمې د پرېكړې غوښتنه وكړه.
د ټاكنو په باب راولاړې شوې ستونزې د حكومت د څو بنسټونو تر منځ په داسې حال كې زور اخلي، چې تېره اوونى افغان ولسمشمر د يو فرمان په صارولو د ټاكنو خپلواك كميسيون د غو ستونو د حوارولو او د ياد بحران د پاى ته رسولو صلاحيت وركړ .