سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې پر نهه برياليو غړيو باورليكونه ووېشل شول
د ټاكنوخپلواك كميسيون د ولسي جرگې پرهغو نهوغړيو باورليكونه ووېشل، چې په دې وروستيو كې د دغه كميسيون له خوا د ولسي جرگې د برياليو كانديدانو په توگه اعلام شول.
د ټاكنود خپلواك كميسيون رييس وايي، چې:
دا نهه تنه د دوى له دقيقو څېړنو وروسته د ولسي جرگې بريالي كانديدان وپېژندل شول او اوس ورته خپل حق سپاري، چې په دې سره به د خلكو د استازيو په توگه ولسي جرگې ته لاره ومومي.
د ولسي جرگې دا نهه غړي د اتو بېلابېلو ولايتونو اوسيدونكي دي، چې د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په لومړنيو پايلو كې بريالي بلل شوي وه، خو د شكايتونو كميسيون د ولسي جرگې په وروستيو پايلو كې له برياليو كسانو ايستلي وه.
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي، چې د څلورنۍ(چارشنبې) په ورځ يې پر دغو كسانو د ولسي جرگې د غړيو په توگه باورليكونه وېشل.
نوموړي په دغو مراسمو كې وويل، چې:
د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په بهير كې د ځينو بنسټونو د لاسوهنو له لامله تېروتنې شوې وې ، چې اوس د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا بېرته سمې شوې.
نوموړى وايي:
له دې سره د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په اړه وروستۍ پريكړه ده او بل هيڅ بنسټ په كې د لاس وهنې حق نه لري .
د ټاكنو خپلواك كميسيون د زمري په دېرشمه د ولسي جرگې له نهو برحالو غړيو د اعتماد رايه واخيسته او نهه معترض نوماندان يې د هغو پرځاى د ولسي جرگې غړي وټاكل.
دا پرېكړه له هغې وروسته د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا وشوه، چې ولسمشر حامد كرزي دغه بنسټ ته د ټاكنيزو ستونزو د حلولو مسله وسپارله.
كه څه د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي وايي:
دوى د نهه برياليو نوماندانو د بريا په باب پوره دلايل په واك كې لري، خو له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف، چې د ولسي جرگې يو شمېر غړي په كې راټول شوي د ټاكنو د خپلواك كميسيون دا كار د قانون خلاف گڼي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس په داسې حال كې، چې وايي:
د ټاكنو اړوند ټول موضوعات له دغه كميسيون سره اړه لري.
د افغانستان د ټاكنو په قوانينو كې د ځينې ستونزو موجوديت تائيدوي او وايي په دې برخه كې د قوانينو جوړولو ته اړتيا ده . نوموړى وايي تراوسه په دې برخه كې درې قوانين جوړ شوي دي.