سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرگې په غونډو كې ډېراستازي غيرحاضر وي- فيفا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو بسټ (فيفا) د ولسي جرگې په غونډو كې د دغې جرگې د غړيو غيرخاضري يوه لويه ننگونه نومولې ده.

فيفا له تېرو شپږ مياشتو را پديخوا د (ولسي جرگې د فعاليتونو د څارنې ) په نوم د خپل پيل كړي پروگرام  پايلې په ډاگه كړي.

دغه پايلې ښيي،  چې د ولسي جرگې په غونډو كې د خلكو ډېراستازي غيرحاضر وي.

د ولسي جرگې غړى عبيدالله رامين وايي، چې:

دوى په دوه كاري دورو كې نه دي توانيدلي، چې پخپله كوم قانون طرحه كړي.

د ولسي جرگې په غونډو كې د خلكو د استازيو نه شتون هغه موضوع ده، چې تراوسه له ډېرو نيوكو سره مخ شوې ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو جرگه گۍ په خپل شپږ مياشتني رپوټ كې ويلي، چې:

په ولسي جرگه كې د وكيلانو غيرحاضري او د نصاب نه پوره كيدل ډېر ځله لامل شوي، چې قوانين له تصويب پاته شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو بنست (فيفا ) رييس جانداد سپين غر وايي:

دغه بنسټ په تېرو شپږ مياشتو كې هره مياشت د حاضرو وكيلانو كچه په سلو كې نهه اويا او د غيرحاضرو وكيلانو كچه په سلو كې نهه دېرش ښودلې ده.

له خپلو استازيو سره د خلكو نه اړيكې بله ستونزه ده، چې د افغانستان د ازادو او عادلانه بنسټ يې په باب خبرې كوي. دغه بنسټ وايي، چې ډېر ژر به يو انترنيټي پاڼه پرانيزي، چې خلك وكولى شي په اسانۍ  په ولسي جرگه كې له خپلو استازيو سره په اړيكه كي شي.

Trending

Exit mobile version