تازه خبرونه
د ولسي جرگې په نننۍ ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له تصویب پاتې شو
ولسي جرگې د نصاب د نه بشپړیدو له کبله ونشوای کړای، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب کړي.
عبدالعزیز کریمی رپوټ راکوي، د ولسي جرگې د شنبې ورځې عمومی غونده اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تصویب لپاره ځانگړې شوې وه.
د ولسي جرگې د دیني، فرهنگی، پوهنې او لوړو زدکړو کمیسیون رییس وویل، چې دغه قانون په ۶ فصلونو او ۳۶ ماده کې د حکومت له لوري د تصویب لپاره دې جرگې ته وړاندی شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې ولسي جرگه د دغه قانون د ۱۶،۱۵ او ۱۷ مادو په ځینو برخو کې اختلافي نظریات لري.
د دغه قانون د ۱۵ مادی په لومړۍ او شپږمه برخه کې راغلي هغه معلومات، چې بشري حقونه نقض کوي او یا د افغانستان اړیکې له نورو هېوادنو سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکو د پریکدو لامل گرزي او د اصلاعاتو ورکول ممنوع کوي.
د ولسي جرگې غړي حفیظ منصور او نقیب الله فایق په دې قانون کې د دغو فقرو د حذف غوښتونکي شول، چې حکو مت خلکو او په ځانگړي توگه رسنیو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړي.
د ولسی جرگې د دیني او فرهنگي چارو کمیسیون رییس کمال ناصر اصولي پر دغو مواردو ټینگار کوي او وایي، چې که په دې برخو کې معلومات ورکړشي؛ نو په هېواد کې بشری حقونه نقض کیږي.
د ولسي جرگې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي، په غونده کې له ډېر بحث وروسته د نصاب د نه بشپړ والی له کبله یاد قانون له تصویب پاتی شو.
معلوماتو ته د لاسرسي قانون په داسې حالی کی د نصاب د نه بشپړیدو له کبله له تصویب پاتی شو، چې رسنی له څو کلونو را هیسې په ډیري مواردو کې معلوماتو ته د لاسرسي له حق بې برخې پاتې کیږي، چې دا خپله د بیان آزادۍ په وړاندې لوی خند بلل کیږي.