سیمه ییز خبرونه

د ولسي پاڅون په ترڅ كې د جندالله ډله له مركزي بغلان څخه وتښتېدله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مركزي بغلان اوسېدونكې د ولسي پاڅون په ترڅ كې د جند الله حزب اړونده ډله  له خپلې سيمې څخه واېستله. د دغې ډلې غړي په سړي تښتونې، وژنو او يو شمېر نورو ترهګريزو فعاليتونو تورن دي.

بغلان د هېواد په شمال كې يو له نا امنه ولايتونو څخه شمېرل كېږي، چې وخت نا وخت پكښې وسله وال طالبان په ترهګريزو بريدونو لاس پورې كوي.

خلك په دغه ولايت كې د هغو ازبكستاني طالب جنګياليو د نفوذ پر زياتوالي اندېښمن دي، چې د جندالله په ډلې کې كار كوي، له همدې سره د جند الله د ډلې د فعاليتونو دوام د خلكو د صبر كاسه هم ډكه كړې او په ولسي پاڅون يې لاس پورې كړ.

د مركزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابرى وایي:

د همدغه پاڅون په ټرڅ كې د جندالله ډله له مركزي بغلان څخه تښتېدلې او يو جنګيالی يې له پاڅون كوونكو سره د نښتې پر مهال وژل شوى دى.

غلا او سړي تښتونه د بغلان د خلكو بله ستونزه ده، چې ډېر وخت د دغه ولايت په واټونو كې كې را مېنځ ته كېږي، په همدې حال كې د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت وايي، چې يو شمېر وسله وال غله يې هم نيولي دي.

د وسله والو طالبانو د بريدونو دوام د بغلان د خلكو يوازينۍ ستونزه نه ده بلكې په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو هم د بغلان اوسيدونكې اندېښمن كړي دي.

Trending

Exit mobile version