Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ولسي پوليسو د غښتلي كولو مو خه د ولس او پوليسو ترمنځ د اعتماد فضا را منځ ته كول دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كورنيو چارو وزارت وايي، چي د پوليسو د ولسي كولو لپاره يي خپلې هڅې ګړندى كړې تر څو د هېواد ټول پوليس په نړيوالو معيارونو برابرشي. د كورنيو چارو وزارت سرپرست وايي، د ولسي پوليسو د غښتلي كولو څخه يي مو خه د ولس او پوليسو ترمنځ دا عتماد فضا را منځ ته كول دي.

د كورنيو چارو وزارت سرپرست غلام مجتبي پتنګ وايي:

د كورنيو چارو وزارت په دې وروستيو كي د ولسي پوليسو په نامه پروګرام رامنځ ته كړي.

د دغه پروګرام له مخي به د ملي پوليسو يو ه برخه ولسي شي او له نظامي حالت څخه به ووځي د كورنيو چارو وزير همدارنګه زیاتوي، له دې كار څخه يي موخه  دا ده، چي تر څو هغه واټن، چي د پوليسو او ولس ترمنځ راغلى لږ او د خلكو او پوليسو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي، چي د م ګړي د پوليسو دولسي كو لو لړي د كابل په شمول د هېواد په اووه ولايتونو كي روانه ده.

په همدې حال كي په افغانستان كي د اروپايي اتحاديي د پوليسو رئيس د دغه پوليسو سره د ۹۰۰ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د يو شمېرعصري موټرو مرسته وكړه ترڅو دغه پوليس ورڅخه پخپلو چاروكي كار واخلي.

په كابل كي د اروپايي اتحاديي د پوليسو رئيس كارل اكاروګي وایی:

په افغانستان كي د پوليسو ولسي كولو ته زياته اړتيا ده او مونږه هم د كورنيو چارو وزارت له پروګرامونو څخه ملاتړ كړی او د دغه پروګرام د غښتلتيا په برخه كي ورسره مرسته كوو.

چارواكي وايي، دا موټر به د هېواد هغو ولايتونو پوليسو ته وركړل شي، چي هلته د پوليسو د ولسي كولو لړۍ روانه ده.

د ياد وني وړده، چي د كورنيو چارو په وزارت كي د ولسي پوليسو لپاره كوم ځا نكړى تشكيل نشته، خو هڅه كېږي، چې پوليس له جګړې را وباسي او ولسي پوليس ترې جوړ كړي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!