تازه خبرونه
د ولسی جرګې د غړي پر موټر د نښلیدونکي ماین چاودنې دوه کسان وژلي
د ولسي جرګې غړي توفیق وحدت ویلي، چې نن سهار د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۳) د هغه پر موټر چاودنه شوې، چې په کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
توفیق وحدت آریانا نیوز ته زیاته کړې، چې د چاودنې پرمهال هغه په موټر کې نه و؛ خو دوه کسان په پېښه کې مړه شوي دي.
هغه ویلي: زما یو موټر چلوونکی او ساتونکی ووژل شوي او یو ساتونکی او ورور مې، چې په شاتني سیټ کې ناست ول؛ ټپي شوي دي.
نوموړي د چاودنې د بڼې په اړه څرګنده کړې: تر دې دمه معلومه نده، چې چاودنه د نښلیدونکي ماین وه او که د سړک غاړې ماین. د خلکو دښمنان غواړي، چې د دغه راز وحشیانه بریدونو پر ترسره کولو د خلکو او دموکراسۍ غږ چوپ کړي.
د کابل پولیسو هم پېښه تائید کړې او وایي، چې چاودنه نن سهار د کابل د ۱۵ حوزې اړوند پروان هوټل ته نږدې رامنځته شوې ده.
وحدت ویلي، چې له دې مخکې هغه ته کوم ګواښ ندی شوی.
تر اوسه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
د یادونې ده، چې نن سهار د کابل د اتمې ناحیې د کارته نو په اړوند سیمه کې یو څارنوال د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.