سیمه ییز خبرونه
د وژل شوي اته كلن ماشوم د اختطاف عاملین دې اعدام شي
د افغانستان د صنايعو ټولنه وايې، كه په هرات كې د وژل شوي اته كلن ماشوم د اختطاف دوسيې ته رسيدگي ونه شي، افغان صنعت كاران به سراسري اعتصاب وكړي.
د افغانستان د صنايعو د ټولنې رئيس عبدالجبار صافى له دولت څخه غواړي، چې د دې پېښې عاملين اعدام كړي.
اته كلن علي سينا، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د يو شمېر نارينه او ښځينه سړي تښتوونكو له خوا تښتول شوى وو، مړى يې كورنۍ ته وسپارل شو.
د دې ماشوم وژنې سوداگريزو بنسټونو له دې جملې د افغانستان د صنايعو ټولنې ته دروند گوزار وركړ.
بلخوا په افغانستان كې له پانگونې څخه د ملاتړ ادارې يا آيسا رئيس وفيع الله افتخار خبردارى وركړى، چې د دا ډول پېښو دوام به پر پانگونې منفي اغېز وكړي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په وېنا، د دې پېښې په تړاو دولس كسان نيول شوي، چې دوه يې مېرمنې دي.
ولسمشر حامد كرزي د دې پېښې د غندلو تر څنگ ځانگړى فرمان وركړى او له كشفي او قضايي ادارو يې د دې دوسيې د جدي څېړنې غوښتنه كړې ده.
