لوبی

د ویس ګروپ فوتبال ملی لوبډلې د آغا خان بنیاد اتلولی جام ترلاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د آغا خان اتیایمې کلیزی په ویاړ په جوړو شویو سیالیو کې، چی د هېواد د فوتبال فدراسیون په کوربتوب تېره ورځ پیل شوې وې په وروستی لوبه کی د ویس ګروپ لوبډلې  وکولی شو، چي درې پر دوه جوانان الموت روشن لوبډلې ته ماته ورکړی او د دې سیالیو اتلوالۍ جام ترلاسه کړي.

دا د آغا خان بنیاد اتم پړاو سیالۍ وې، چی هرکال د دې بنیاد اته لوبډلو په حضور او د هېواد د فوتبال فدراسیون په ملاتړ ترسره کیږي.

همداراز د دې سیالیو په پای کي فرض علی د جوانان الموت روشن له لوبډلې څخه د لس ګولونو په وهلو د دې سیالیو د غوره ګول وهونکي لقب ترلاسه کړ .

Trending

Exit mobile version