نړۍ

د وینزویلا ولسمشر به ډېر ژر ایران ته سفر وکړي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۴۰۰)

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه به ډېر ژر ایران ته د نویو همکاریو د هوکړو د تر سره کولو لپاره ایران ته سفر وکړي.

ایران د امریکا د بندیزونو په بهیر کې د وینزویلا ترټولو مهم متحد دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې وینزویلا او ایران له تېر یوه کال راپدیخوا خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

د مادورو حکومت له ایران څخه د تېلو د صنعت لپاره حیاتي تجهیزات ترلاسه کړي، چې په بدل کې یې د سویلي امریکا له هېواد څخه خام او نورې لومړنۍ سرچینې ترلاسه کړي.

ایران په ۲۰۲۱ کال کې د وینزویلا د تېلو د تولید د زیاتوالي لپاره مهم و.

مادورو په یوه مرکه کې ویلي: زه ډېر ژر د ولسمشر ابراهیم رییسي پر بلنه تهران ته ځم، چې د نویو هوکړو پر ترسره کولو له هغه سره خبرې وکړو او د همکارۍ بهیر ګړندۍ کړو.

نوموړي د دې سفر نېټه نده په ډاګه کړې، خو دواړه هېوادونه يې “جنګيالي” وبلل.

دمګړۍ ایران او وینزویلا دواړه هېوادونه د امریکا تر بندیز لاندې دي.

په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې به وینزویلا هم د عربي هېوادونو سره د همکارۍ لارې بیا فعاله کړي.

مادورو زیاته کړې، مونږ له عربي نړۍ سره مینه لرو او زه پوهیږم، چې عرب حکومتونه او خلک له وینزویلا سره مینه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې ایران او وینزویلا د تېلو ملي شرکتونو یوه هوکړه کړې ده.

Trending

Exit mobile version