نړۍ
د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره مو روان لاریون ودراوه – عمران خان
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د جمعې پر ورځ د معاملې د رامنځته کېدو راپورونه رد کړل او وایي، چې د لاریون درولو پرېکړه یې د وینې تویولو د مخنیوي لپاره کړې ده.
هغه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، که له وخت مخکې ټاکنې اعلان ونشي؛ نو بیا به سړکونو ته راووځي.
هغه پر لاریونوالو د پولیسو پر برید خواشیني ښکاره کړه او حکومت یې تورن کړ، چې د پی ټي آی له پر نښه کولو دې لاس واخلي.
عمران خان ویلي؛ له ما پوښتنه وشوه، چې ولې مو احتجاجي ناسته یا تحصن ونکړ. زه هغه سړی یم، چې ۱۲۶ ورځې مې تحصن وکړ. دا زما لپاره ستونزمنه نه ده، خو کله، چې زه ورسیدم زه له روان وضعیته خبر شوم […] زه پوهیدم، چې وینه به تویه شي.
عمران ویلي؛ چارواکو ته لارښوونه شوې وه، چې پر لاريون کوونکیو ډزې وکړي. خلکو د پولیسو “ترهګري” ولیده او هرڅوک جګړې ته چمتو و او خلک د دې ظلم له لیدو هم په غصه ول.
هغه وويل: د غصې پرمهال که ما تحصن کړې وای، زه ډاډه یم، چې وينې به بهېدې؛ ځکه د پوليسو د چارواکو پر وړاندې د کرکې احساس موجود و.
د پي ټي آی مشر عمران خان دا هم ویلي؛ پولیس هم زموږ دي، دا د دوی ګناه نده. دا د حکومت سپارښتنه وه. که تاوتریخوالی روان وساتل شي، نو دا به په هېواد کې یوازې ګډوډي رامنځته کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا فکر مه کوئ، چې دا زمونږ ضعف دی او دا فکر مه کوئ، چې معامله شوې ده. زه عجیب شیان اورم، چې له حکومت سره معامله شوې ده. ما له هیچا سره معامله نده کړې.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې پي ټي آی به له “وارد شوي حکومت” سره خبرې اترې نکوي او مني یې هم نه.
هغه وایي: زه دا یو جهاد ګڼم. زه به د دې پر وړاندې تر هغې ودریږم، چې ژوندی یم.
نوموړي یو ځل بیا حکومت ته د ټاکنو د وخت د اعلان لپاره شپږ ورځنی وخت ورکړ. که دوی په ښکاره توګه د ټاکنو یا د مجلسونو د لغو کولو نېټه اعلان نکړي؛ زه به بیا سړکونو ته راووځم. اجازه راکړئ، چې دا روښانه کړم؛ دا ځل به مونږ پوره چمتوو.
