سیمه ییز خبرونه

د يوې تازه نظر پوښتنې پاېله ښيي، چې ۵۲ په سلو كې افغانان خپلې راتلونكې ته هيله من دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دا نظر پوښتنه په روان زېږديز كال كې د اېشيا فونډيشن له خوا تر سره شوې او پايلې يې پرون د چهار شنبې په ورځ ( د لړم ۲۴ ) په كابل كې خپرې شوې. په نظر پوښتنه كې ناامني، اداري فساد او بي كاري په ملي كچه له سترو ننگونو بلل شوي دي.

دا نظر پوښتنه، چې د روان ۲۰۱۲ كال د جون په مياشت كې تر سره شوې، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو كې له ۶۲۹۰ كسانو څخه د مركو په ذريعه چمتو شوې ده، چې د ټولو پوښتل شويو ۵۶ په سلو كې نارينه دي.

په دې نظر پوښتنه كې له مركه كوونكو څخه د ملي حالت، امنيت، خبرو او روغې جوړې، اقتصاد، پراختيايي چارو، د خدمتونو د وړاندې كولو، حكومت دارۍ، اداري فساد، په سياست كې د ونډې  اخيستو، عدلي او قضايي نظام  ښځې او ټولنې او معلوماتو ته د لاس رسي په باب پوښتنې شوې دي.

د دې نظر پوښتنې موندنې ښيي، چې ۵۲ په سلو كې مركه كوونكي خپلې راتلونكې ته هيله من دي.

دوى ويلي هېواد يې په سم لوري روان دى.

همدارنگه دوى زياتوي، په پرتليزه توگه  امنيت ښه شوى او د هېواد په ځينو سيمو كې بيا رغاونه شوې نو ځكه دوى خپلې راتلونكې ته هيله من دي، خو څوك، چې خپلې راتلونكې ته نا هيلي دي، د خپلې ناهيلي لامل ناامني بللې ده.

په افغانستان كې د اېشيا فونډېشن مرستيال عبدالله احمدزي په وېنا ډېرو مركه كوونكو  د سولې او پخلاېنې له بهير ملاتړ كړى، يو اتيا په سلو كې پوښتل شويو له وسله والو مخالفينو سره د دولت د خبرو اترو او پخلاېنې له پروگرام ملاتړ كړى او ټاكنې يې د خپل راتلونكي مشر د ټاكلو لپاره تر ټولو ښه او غوره لار بللې ده.

په دې سروې كې  ۵۳ په سلو كې پوښتل شويو په تېر كال كې د كورنيو له هوساېنې او ښونځيو ته پر لاس رسي خوشبيني ښكاره كړې ده، خو اته څلوېښت په سلو كې بيا خپله شخصي او كورني خونديتوب د اندېښنې وړ بللې ده.

دا نظر پوښتنه ښيي، چې پر ملي پوليسو او پوځ د خلكو باور ډېر شوى او ۷۵ په سلو كې د دولت اجراات مثبت بللي دي.

اووه اتيا په سلو كې په يوه خوله دي، چې ښځې او نارينه بايد له كاري فرصتونو څخه په مساوي توگه گټه پورته كړي.

د اېشېا فونډېشن د ۲۰۱۲ كال دا نظر پوښتنه د امريكا د پرمختيا د نړيوالې ادارې، د آستراليا د پرمختيا د نړيوالې ادارې او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له خوا تر سره شوي او له ۲۰۰۴ كال را په دېخوا  دا اتمه نظر پوښتنه ده، چې د دې بنسټ له خوا تر سره كېږي.

Trending

Exit mobile version