تازه خبرونه
د يوې خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، کابل کې یې د یوه خونړي برید مخنیوی کړی.
د دغه ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حقاني شبکې غوښتل د چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر کابل ښار کې له یوه مهم دولتي بنسټ سره وجنګوي، خو منسوبینو یې د ترهګرو دا پلان شنډ کړ او د کابل- لوګر د لویې لارې په اوږدو کې دغه موټر له چلونکي سره یو ځای ونیول شو.