سیمه ییز خبرونه
د يوې مياشتې په دننه كې لويه جرگه راغوښتل كيږي- حامد كرزى
افغان ولسمشر حامد كرزي په كابل كې د دوشنبې په ورځ(د تلې ۱۵) يوې خبري ناستې ته په ډاگه كړه، چې له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك او د خلكو د غوښتونو په اړه به د يوې مياشتې په دننه كې لويه جرگه راوغوښتل شي.
نوموړي د امريكا له ۱۲ كلنو اقتصادي مرستو مننه وكړه؛ خود دغه هېواد د امنيتي ځواكونو كړنې يې په هېواد كې د امنيت په اړه ناسمې وگڼلې.
نوموړي يو ځل بيا د افغانستان د خلكو امنيت د دې سند د لاسليك بنسټيز شرط وگاڼه.
ولسمشر حامد كرزي د خپل پخواني ټينگار پر بنسټ امريكايي چارواكو ته په خطاب كې وويل، چې له امريكا سره هوكړه بايد د خلكو د امنيت او هوساينې بشپړ ضمانت ولري.
هغه وويل:
د هېواد ختيځې سيمې تر دې دمه د گاونډ هېواد تر توغنديزو بريدونو لاندې دي او امريكا په دې اړه هيڅ نه دي كړي.
افغان ولسمشر حامد كرزي زياته كړه، چې د دغه امنيتي سند د لاسليك يا نه لاسليك په اړه به لويه جرگه خپله پرېكړه په ډاگه كړي.
سپينې ماڼۍ ويلي، چې كه تر يوې مياشتې افغان حكومت د امنيتي سند د لاسليك په اړه خپله پرېكړه په ډاگه نه كړي؛ شونې نه ده، چې تېرې دولس كلنې لاسته راوړنې په كې وساتل شي.
د چارو شنونكي وايي، چې د امريكا او افغانستان تر منځ د امنيتي سند لاسليك د دواړو هېوادونو په ځانگړيتوب زمونږ د هېواد په گټه دى.