سیمه ییز خبرونه
د يو كيلو گازو بيه څلور شپيته افغانيو ته را ټيټه شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د سوداگرۍ وزارت وايي، چې افغان ولسمشر حامد كرزي تېره اوونۍ د سوداگرۍ او كورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت رياست ته دستور وركړى و، چې له افغانستان څخه پاكستان ته د گازو د قاچاق مخنيوى وكړي.
د سوداگرۍ وزارت د نفتي موادو رييس فريد الله شيرزى وايي، چې له همدې كبله په كابل كې د يو كيلو گازو بيه له اووه شپيته افغانيو څخه څلور شپيته افغانيو ته را ټيټه شوې ده.
نوموړى زياتوي، چې د ښاروالۍ او د مكروريانونو د اوسيدونكيو د پرلپسې غوښتونو پر بنسټ د مركز گرميو د فعالولو لپاره د درې زره پېنځه سوه ټنه گازو تړون لاسليك شوى دى .
دا په داسې حال كې ده، چې په هېواد كې د تېلو او لرگيونرخونه هم لوړ شوي دي.