تازه خبرونه
د “ټارزان” سریال هنري لوبغاړی په یوه هوایي پېښه کې ومړ
(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۰)
د ټلویزیوني فلمونو او سریالونو ستوری جو لارا پرون په امریکا کې له یوې هوایي پېښې ومړ.
سي این این څرګنده کړې، چې جو لارا او د هغه میرمن ګیون شامبلین او پېنځه نورو کسانو پرون هغه وخت په یوه هوایي پېښه کې مړه شول، چې د دوی الوتکه د امریکا نشویل په ټینسسي په یوه جهيل کې راولوېده.
لارا د ۹۰ لسیزې په “ټارزان” سریال کې وېروونکي لوبې نومیالی کړ. هغه دغه راز په سټیل واریر، سټیل حد ، کیپ او قیامت فلمونو کې هم کار کړی دی.