1393ټاكنې

د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د لومړنيو پايلو تر اعلان مخكې ټول شكايتونه په دقيقه توګه وڅېړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د شفافو ټاكنو بنسټ تيفا وايي، د ولسمشريزو ټاكنو د لومړنيو پايلو تر اعلان مخكې بايد په ټاكنو كې شوې درغلۍ او سرغړونې په دقيقه توګه وڅېړل شي.

په داسې حال كې، چې د ټاكنو د څه ناڅه يا قسمې رايو پايلې اعلان شوې دي، د افغانستان د شفافو ټاكنو بنسټ تيفا، ټينګار كوي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد خپله بې طرفي وساتي او د لومړنيو پايلو تر اعلان مخكې ټول شكايتونه دقيق وڅېړل شي.

د نوموړي بنسټ رئيس نعيم ایوب زاده وايي، موندنې يې ښيي، چې په ټاكنو كې ډېرې درغلۍ شوې دي.

د تيفا په رپوټ كې راغلي پرته له دې، چې مخنيوی يې وشي، په ۳۳ ولايتونو كې د ځانګړو كانديدانو په ګټه صندقونه ډك شوي دي.

د ۳ ولايتونو په ۷۰۱ محلونو كې د رنګ كارونې پرته خلكو رايې وركړي دي.

د۲۵ ولايتونو په ۱۶۰ محلونو كې خلكو له يوې زياتې رايې كارولې دي.

د ۸ ولايتونو په ۸۰ محلونو كې نارينه وو د ښځو كارتونه هم كارولي دي.

د ۱۳ ولايتونو په ۱۲۱ محلونو كې له اتلس كلونو د كم عمر كسانو رايې وركړې دي.

د ۲۱ ولايتونو په ۲۱۹ محلونو كې د كانديدانو د كمپاين كوونكو لخوا كمپاين شوى دى.

په همدې وخت كې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ فيفا ویاند فهیم نعیمي د ولسمشرۍ پر كانديدانو غږ كوي، چې د وروستيو پايلو تر اعلان پورې تم شي او مخكې له مخكې داسې ګامونه اوچت نه كړي، چې د ګډوډۍ لپاره زمينه برابروي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې ګڼو افغانانو رايې وركړې، خو په ټاكنو کې د درغليو په باب د رپوټونو له خپرېدو سره خلك هم اندېښمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version