1393ټاكنې
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشريزو ټاكنو لومړنۍ پايله اعلام كړه
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشريزو ټاكنو لومړنۍ پايله اعلام كړه او په دې سره هېڅ يوه كانديد ونه شواى كړاى، چې پنځوس جمع يو سلنه رايي خپلې کړي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس احمد يوسف نورستاني د شنبې په ماښام ( د غویي ۶ ) په يوې خبري غونډه كې وويل:
ډاكټر عبدالله عبدالله د ۴۴ اعشاريه نهه سلنې رايو په ګټلو سره لومړى او ډاكټر اشرف غني احمدزي د ۳۱ اعشاريه ۵ سلنه رايو په گټلو سره دويم مقام خپل کړ.
شپږ نور كانديدان په زيات توپير سره په نورو رديفونو كې راغلل.
زلمي رسول يولس اعشاريه ۵ سلنه، عبدالرب رسول سياف اووه اعشاريه يو سلنه، قطب الدين هلال دوه اعشاريه اووه سلنه، محمد شفيق ګل آغا شيرزي يو اعشاريه ۶سلنه، داوود سلطان زوى صفر اعشاريه پنځه سلنه او هدايت امين ارسلا صفر اعشاريه دوه سلنه رايي خپلې كړي دي.
د قانون له مخې، د ولسمشرۍ هر كانديد، چې پنځوس جمع يو رايه پوره نه كړه، ټاكنې دويم پړاو ته ځي او دويم پړاو به د هغو كانديدانو تر منځ وي، چې له نورو يي زياتې رايي ګتلي دي.
په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كميسيون رئيس وايي، چې د ټاكنو اعلام شوې پايله وروستۍ نه ده او د تاكنيزو شكايتونو كميسيون به د شلو ورځو دننه د ټاكنيزو شكايتونو او سرغړونو په څيړنې سره ښايي د ټاكنو لومړنيو پايلو كې بدلون راولي.