سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو نوملړ د بهرنيو چارو وزارت ته لېږي
د ټاكنو خپلواك كميسيون د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو او د هغوی د مرستيالانو، چې شمېر يي يو اتيا تنو ته رسېږي، نوملړ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته لېږي، چې د دغو كسانو تابعيت مشخص شي.
بلخوا د دې كميسيون مسولين وايي، ژر به د ولسي جرګې د هغو اوو غړو پر ځاى نور كسان معرفي شي چې په دې وروستيو كې په ولسمشريزو ټاكنو كې د سياليو لپاره له خپلو پوستونو څخه څنډې ته شوي دي.
د ولسي جرګې اووه غړو له جرګې څخه په دې خاطر استعفا وكړه، چې په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې د كانديد او يا هم د كانديد د مرستيال په توګه ودرېدل، د دوی څوكۍ تر دې مهاله خالي دي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وایی:
د ټاكنو خپلواك كميسيون د قانون پر بنسټ، دا كسان د ولسي جرګې په تېرو ټاكنو كې ټاكلي، چې د زياتو رايو ګټونكي دي خو بريالي نه و.
دا كسان به د هر ولايت استازي ته په پام سره د لرې شوي استازي ځاى نيسي.
په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كميسيون له هويت څخه د ډاډ د تر لاسه كولو لپاره د ولسمشريزو ټاكنو د نوماندانو او د هغوی د مرستيالانو نومونه بهرنيو چارو وزارت ته لېږي.
بلخوا زلمي خليل زاد د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل:
د هغو ټيمونو او كسانو د يو ځاى كولو هڅه كوي، چې يو ډول فكرونه او پلانونه لري او د پرمختللي او بريالي افغانستان لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې زه به له ځينو افغان شخصيتونو سره يو ځاى او د خلكو په همكارۍ په دې برخه كې خپلو هڅو ته دوام وركړم څو له دې لارې د قانون حاكميت ته يوه ژمنه اداره جوړه شي، چې د خلكو د ملي وحدت د پياوړتيا او ژوندانه د ښه والي لپاره هڅه وكړي، او د افغانستان اوسني او راتلونكي نسل ته پاملرنه شوي وي.
د اسنادو او مداركو له څېړلو او د وروستي ليست پر اعلامولو سره به روښانه شي، چې د ولسمشريزو ټاكنو له ۲۷ احتمالي كانديدانو څخه څو تنه يي كولاى شي، د راتلونكي كال په ټاكنو كې ونډه واخلي.