1393ټاكنې
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشريزو ټاكنو قسمې پايلې اعلام كړې
د ټاکنو کميسيون وايي، د ټاکنو قسمي پايلې ښيي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۱،۹ او ډاکټر اشرف غني احمدزى ۳۷،۶ رايې خپلې كړي دي. د دې کميسيون چارواکي وايي، چې تر اوسه يې په ټاکنو کې له کارېدلو رايو ١٠ سلنه، چې ٥٠٦٨٤٣ رايې کېږي، شمېرلي دي.
د ټاکنو کميسيون رئيس احمد يوسف نورستاني، د یکشنبې په ورځ ( د وري ۲۴ ) په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې، شمېرل شوې رايې د افغانستان په څلورو زونونو کې د ٢٦ ولايتونو اړوند دي.
د ټآكنو د خپلوا كميسيون رئيس همدارنګه وويل، د لس فيصدو رايو پايلې ښيي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ٢١٢٣١٢ رايو يا ۴۱،۹ فيصدو په خپلولو سره مخكښ كانديد دى.
ورپسې ډاکټر اشرف غنى احمدزى دى، چې د١٩٠٥٦١ رايې يې خپلې كړي، چې د لسو فيصدو اعلام شويو رايو ۳۷،۶ فيصده يې خپلې كړې دي.
ډاكتر عبدالله عبدالله ټولې رايې ٢١٢٣١٢ فيصدي ۴۱،۹
ډاكتر اشرف غني احمدزى ټولې رايې ١٩٠٥٦١ فيصدي ۳۷،۶
ډاكتر زلمى رسول ټولې رايې ٤٩٨٢١ فيصدي ۹،۸
عبدالرب رسول سياف ټولې رايې ٢٥٦٧٩ فيصدي ۵،۱
قطب الدين هلال ټولې رايې ١٣٥٣٦فيصدي ۲،۷
ګل آغا شېرزوى ټولې رايې ١١١٣٢ فيصدي ۲،۲
سلطان زوى ټولې رايې ٢٤٤٢ فيصدي ۰،۵
هدايت امين ارسل: ١٣٦٠ ټولې رايې فيصدي ۰،۳
د ټاکنو کميسيون چارواکي همدارنګه وايي، چې تر اوسه د ټولو ٣٤ ولايتونو څخه ٨٥ سلنه د رايو د پايلو فورمې د ټاکنو مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې وه، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو قسمي پايلې د شنبې په ورځ ( د وري ۲۳ ) د ټاکنو کميسيون لخوا اعلان شي، خو د دې کميسيون چارواکو له څو ساعته پټو خبرو وروسته له کوم دليل وړاندې کولو پرته، د یکشنبې ورځې ته وځنډوله.
مسئولين وايي، دا پايلې تغير مومي او ابتدايي او نهايي پايلو ته بايد په تمه اوسو.
د يادولو ده، چې تر ټاکنو وروسته، په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو په اړه لسګونه عکسونه، ويډيوګانې او نور معلومات په ټوليزو رسنيو فېسبوک او ټويټر کې خپاره شوي دي، چې د رايې ورکونې په ځېنو مرکزونو پراخې درغلۍ څرګندوي.