سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسواليو د شوراگانو ټاكنو ته چمتو والى لري- معنوي
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوولين وايي:
كه سياستوال تصميم ونيسي؛ نو دا كميسيون چمتو دى، چې د ولسواليو د شوراگانو لپاره ټاكنې وكړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون چارواكي وايي:
د ولسواليو د شوراگانو د ټاكنو نه ترسره كيدل د لويې جرگې په جوړيدو كې لويه ستونزه ده.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي وايي:
له هغو ټولو ستونزو سره سره، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په وړاندې موجودې دي كه د هېواد سياستوال د ولسواليو د شوراگانو د ټاكنو د ترسره كيدو په اړه تصميم ونيسي؛ نو دا كميسيون به په ډېرلږوخت كې ورته ځان چمتو كړي.
معنوي وايي:
د لويې جرگې د يوه اساسي ركن نه موجوديت، چې د ولسواليو د شوراگانو رييسان دي د لويې جرگې د جوړيدو مخه نيولې ده.
دا څرگندونې په داسې حال كې كيږي، چې په پام كې ده په نږدې راتلونكي كې له امريكا سره د ستراتيژيكو همكاريو د تړون په موخه دوديزه جرگه راوغوښتل شي.
دغه راز د ټاكنو خپلواك كميسيون د مدافع وكيلانو له ټولنې سره يو هوكړه ليك لاسليك كړ، چې له مخې به يې دغه كميسيون د نوموړې ټولنې ټاكنې ترسره كوي .
له دې مخكې د ټاكنو خپلواك كميسيون پرهغو ټاكنو سربېره، چې په اساسي قانون كې يې يادونه شوې؛ د سوداگرۍ او صنايعو خونې ټاكنې هم ترسره كړې دي.