1393ټاكنې

د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو قسمي پايلې په ډاگه كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون چمتو دى، چې نن شنبه(د وري ۲۳) د ټاكنو پايلې په قسمي ډول اعلان كړي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند چې تازه تحولات يې له رسنيو سره شريكول وويل، د ټاكنو خپلواك كميسيون مركزي دفتر ته د ټاكنو د پايلو څلور اتيا سلنه پاڼې رارسيدلي دي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:

د ټاكنو د پايلو محافظتي ټولگې د مركزي دفتر د كاركوونكيو له خوا برښنايي سيستمونو كې شامليږي. تر اوسه پورې ۵۱۵۴ محافظتي كڅوړې، چې د راى وركوونكيو څلور اتيا سلنه جوړوي، تر لاسه شوي دي. تمه ده، چې تر دوه يا درې ورځو د ټولو راى پاڼو پايلې دې سيستم كې داخلې شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون بله نوې خبره دا ده، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون ولايتي دفترونو د هغو مركزونو رايي قرنطين كړي، چې څرگنده درغلي په كې شوې ده.

د ښاغلي نور په وينا، دا رايي به يا وشمېرل شي او يا به باطلې شي.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون هم ډاډ وركړى، چې ناپاكې رايي به له پاكو رايو څخه بېلوي.

د وري د ۱۶ ټاكنې هم له درغليو او ټاكنيزو سرغړونو سره مل وې؛ خو باور كيږي، چې دا درغلي هومره نه وه، چې ټاكنې زيانمنې كړي.

Trending

Exit mobile version