1393ټاكنې
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنيزو مركزونو وروستى ليست اعلان كړ
د ټاکنو د خپلواک كميسيون مرستيال وايي، د ټاكنو په ورځ به شپږ زره څلور سوه دوه اويا ټاكنيز مركزونه پرانيستي وي، خو شاوخوا ۷۵۰ نور به د امنيتي ستونزو په دليل تړلي وي.
ټاكل شوې د راتلونكې اوونۍ د شنبې په ورځ ( د وري ۱۶ ) د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې وشي، د ټاكنو د خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک د آريانا نيوز او آزادي راډيو په مناظره كې وويل، د ټاكنو په ورځ به نږدې ۷۵۰ ټاكنيز مركزونه د امنيتي ګواښونو په دليل تړلي وي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي په دې مناظره كې وويل، طالبان په دې حد كې نه دي، چې راتلونكې ټاكنې ګډوډې كړي.
نږدې ۷۵۰ ټاكنيز مركزونه به د هېواد په اتلسو ولايتونو كې د لوړو امنيتي ګواښونو په دليل تړلي وي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې به د وري په ۱۶ تر سره شي او د خلكو رايي به د رايي وركولو په مركزونو كې وشمېرل شي.