1393ټاكنې

د ټاكنو خپلواك كميسيون: شونې نه ده چې دويم پړاو ټاكنې په خپل وخت سره تر سره شي

Published

on

(Last Updated On: )

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس احمد يوسف نورستانى وايي، كه څه هم دا د اساسي قانون خلاف كړنه ده، خو دوی د تخنيكي ستونزو له كبله اړ دي، چې دويم پړاو ټاكنې په ځنډ سره تر سره كړي.

د اساسي قانون له مخې، د ټاكنو خپلواك كميسيون مكلف دى، چې د وروستيو پايلو تر اعلام وروسته په دې صورت كې، چې ټاكنې دويم پړاو ته ولاړې شي، دا بهير دوو اوونيو كې تر سره كړي.

خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس احمد یوسف نورستاني له آريانا نيوز سره خبرو كې ويلي، زيات اساسي او غېر اساسي مواد له منځه تللي او دوی نه شي كولاى ټاكنې په وخت سره تر سره كړي.

د ښاغلي نورستاني په وېنا، ممكن دويم پړاو ټاكنې د غبرګولي په ۲۴ تر سره شي.

نورستاني همدارنګه ووېل، د كميسيون د ځينو رئيسانو په ګډون د ځينو كاركوونكو ګوښه كول، ولايتونو او محلاتو ته د ټاكنيزو موادو لېږل او همدا راز د يو سلو لس زرو نويو كاركوونكو ګمارل هغه دلايل دي، چې ټاكنې ځنډنۍ كوي.

نورستاني مني، چې دا د اساسي قانون خلاف كړنه ده، خو ټينګار كوي، چې دا د دوی مجبوريت دى.

د ولسمشرۍ دوو مخكښو كانديدانو د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر دې دريځ بېلابېل غبرګونونه ښودلي،

اشرف غني احمدزى وايي، كه دويم پړاو ټاكنې په ځنډ سره تر سره شي، دوی ور سره ستونزه نه لري، خو ډاكټر عبدالله عبدالله وايي، چې دويم پړاو ټاكنې بايد په خپل وخت سره تر سره شي.

Trending

Exit mobile version