سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو خپلواك كميسيون پر مخالفينو غږ كوي، چې په را روانو ټاكنو كې پرخه واخلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې له پلان سره سم يې د ټاكنيزو مركزونو نوملړ بشپړ كړى او اوس په دې لګيا دي، چې د رايه وركوونكو د نوم ليكنې لپاره څه ډول پلان جوړ كړي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:

په ټول هېواد كې اووه زره ټاكنيز مركزونه مشخص شوي، خو زياتوي چې په هغو سيمو كې به ټاكنې ونه شي چې امنيت يې خوندي نه وي.

نوموړی زياتوي، چې دوى به د ټاكنيزو مركزونو ليست امنيتي ارګانونو ته وسپاري.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:

دوى له نورو امنيتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه كوي، چې د ټاكنو امنيت خوندي كړي.

د هغه په وېنا له تېرو ټاكنو په تجربې به دوى په لرې پرتو سيمو كې د سرتېرو شمېر زيات كړي تر څو د ټاكنو امنيت خوندي كړاى شي.

په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كميسيون پر وسله والو مخالفينو غږ كوي، چې له فرصت څخه په استفادې په را روانو ټاكنو كې پرخه واخلي.

د را روانو ولسمشريزو ټاكنو لپاره په داسې حال كې تيارى پېل شوى، چې د كورنيو چارو وزارت مسئولين وايي، چې لاهم د افغانستان په څلورو ولسواليو كې دولت حاكميت نلري او نهه نورې ولسوالۍ بيا له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version