سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو خپلواك كميسيون په بې عدالتۍ تورن شو
د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو يو شمېر هغه كانديدان، چې د نوماندانو لومړني نوملړ ته يي لار نه ده پېدا كړې، د ټاكنو خپلواك كميسيون پر بې عدالتي تورنوي او ادعا كوي، چې د رسنيو له خوا يي د نومونو له خپرېدو وروسته شخصيت ته زيان اوښتى. دوی غواړي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون سره بايد قانوني چلند وشي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د كانديدانو د لومړني نوملړ له اعلانولو وروسته د اوولسو هغو كانديدانو اسناد او مدارك، چې لومړني نوملړ ته يي لار نه ده موندلې، د نورو څېړنو لپاره ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته ولېږل.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د همدې اوونۍ د يكشنبې په ورځ ( د لړم ۱۲ ) د كانديدانو پر شكايتو كار پيل كړ، كميسيون د مترضو كانديدانو شكايتونه اوري او له لومړني نوملړ څخه د كانديدانو د ويستو دلايل ورته بيانوي.
كميسيون دغو كانديدانو ته ژمنه وركړه، چې په دې اړه به دقيقې ارزونې او څېړنې وكړي.
په داسې حال كې، چې تر اوسه د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون چارې نه دي وروستى شوي، ځينې د ولسمشريزو ټاكنو له لومړني نوملړ څخه حذف شوى كانديدان لکه داوود سلطان زوی، حمیدالله فاروقي او بسم الله شیر په تازه اقدام كې د ټاكنو خپلواك كميسيون په بې عدالتي تورن كړ او له دې كميسيون سره يي د قانوني چلند غوښتنه وكړه.
ومو غوښتل په دې اړه د تاكنو د خپلواك كميسيون دريځ هم وپوښتو، خو له پرله پسې اړيكو سره سره ونه توانېدو.
بلخوا د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د خپل كار په دريمه ورځ د ځينو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د كانديدانو شكايتونه واورېدل څو ورته رسيدګي وكړي.
د ټاكيزو شكايتونو كميسيون د شكايتونو د څېړنې پر دريمه ورځ د پنجشير، پروان، كاپيسا، غزني، ننګرهار او پكتيا د ولايتي شوراګانو د ټاكنو له لومړني نوملړ څخه د ويستل شويو كانديدانو شاوخوا سل شكايتونه واورېدل.
د چهارشنې ورځ ( د لړم ۱۵ ) د نورو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د معترضو كانديدانو د شكايتونو د اورېدو وروستۍ ورځ ټاكل شوې ده.