سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو خپلواك كميسيون: په راتلونكو ټاكنو كې د جعل كولو امكان صفر شوی دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې په راتلونكو ټاكنو كې د جعل كولو امكان يې صفر كړى او هېڅوك نه شي كولى په ټاكنو كې جعل كاري وكړي.

ټاكنو ته د هرې ورځې په ورنږدې كېدو د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې د شفافو ټاكنو لپاره تياری خپل عادي مسير وهي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون غړى سرير احمد برمك وايي:

تر راتلونكو دوو دريو ورځو پورې به دغه كميسيون ته د ټاكنو مهم او اړين توكي ور ورسېږي.

رنګ او راى پاڼې هغه ټاكنيز مواد دي، چې د جعل د بېلګو په باب يې په تېرو ټاكنو كې رپوټونه وركړل شوي دي، خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې اوسنۍ راى پاڼې او رنګ په د اسې لوړ كيفيت برابر شوي، چې جعل يې امكان نلري.

د ټاكنيزو موادو د لوړ كيفيت په باب د كميسيون لخوا ډاډ به د ټاكنو په ورځ خلكو ته ښكاره شي، چې آيا دا ځل به هم د پخوانيو ټاكنو په څېر د بې كېفيته ټاكنيزو موادو له كبله په ټاكنيزو بهير كې د څو ساعتونو ځنډ پېښ شي كه څنګه؟

Trending

Exit mobile version