سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو خپلواك كميسيون په هېواد كې د امنيتي حالت د خرابېدو له امله اندېښنه لري
نا امني د ټاكنو د كميسيون په وړاندې لويه ننګونه بلل كېږي، چې دغه ستونزه له افغان ولسمشر حامد كرزي سره هم شريكه شوې ده.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې له امنيتي چارواكو سره په ناسته كې يې له دوى په ټينګار غوښتي تر څو د امنيت د ښه د ټينګښت له پاره هلې ځلې زياتي كړي، دوى وايي، چې د امنيتي بنسټونو چارواكو ورسره ژمنه كړې، چې د ټاكنو امنيت به په سمه توګه ونيسي.
دا په داسې حال كې ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو نوماندانو ته د دوه مياشتې وخت وركړل شوى تر څو ټاكنيزې سيالۍ تر سره كړي .
په داسې حال كې، چې راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته له اووه مياشتو څخه كم وخت پاته دى د ټاكنو خپلواك كميسيون په هېواد كې د امنيتي حالت د خرابېدو له امله اندېښنه لري.
له يوې اوونۍ زيات وخت كېږي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره په ټول هېواد كې د نوم ليكنې بهير پېل شوى دى، خو تر اوسه د نورستان په ولايت كې هېڅوك نه دې حاضر شوي، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا ته ځان نوماند كړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور دا په خپله په هېواد كې د ناامنۍ يوه نمونه بولي.
په داسې حال كې، چې د نوم ليكنې د بهير پاى ته رسېدو ته لس ورځې پاته دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي، چې د نوي قانون له مخې د نوماندانو د ټاكنيزو سيالیو وخت هم كم شوى دى.
د ټاكنو خپلواك كميسيون همدارنګه زیاتوي، چې تر اوسه د دريو مېرمنو په ګډون پنځه شپېتو كسانو د ولسمشرۍ د نوماندۍ له پاره معلوماتي ټولګې تر لاسه كړې دي.
دوى همداراز زياتوي، چې د اته پنځوسو مېرمنو په ګډون شاوخوا پنځه سوه درويشت تنو ولايتي شوراګانو ته ځانونه نومولي دي.