سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو د خپلواك كميسون نهو غړيو د لوړې مراسم تر سره كړل
د دغو غړو د پېژندنې په مراسمو كې د كميسيون پخوانې رئيس فضل احمد معنوي هم د خپل كار پاى اعلان كړ، ټاكل شوې د ټاكنو د خپلواك كميسيون دغه نهه غړي به په خپلو مېنځو كې ټاكنې وكړې او د كميسيون رئيس، مرستيال او منشي به وټاكي.
ډاكټر محمد يوسف نورستاني، عبدالرحمان هوتكي، عزيز بخيتاري، سرير احمد برمك، سليمان حامد، حسين ګرزواني، ليلا احراري، ګلالى اڅكزۍ او شريفه زرمتۍ هغه نهه كسان دي، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دندو واكونو او تشكيل د قانون په اساس افغان ولسمشر د نويو كمېشنرانو په توګه ټاكلي دي.
دوى د افغان ولسمشر په مخ كې د لوړې مراسم پر ځاى كړل له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي، چې افغان ولسمشر د ټاكنو د خپلواك كميسيون د پخوانې رئيس او غړو له هڅو ستاېنه وكړه او د كميسيون نويو غړو ته يې په چارو كې د بريا هيله وښوده.
ټاكل شوې د ټاكنو د خپلواك كميسيون دغه نهه غړي به په خپلو مېنځو كې ټاكنې وكړې او د كميسيون رئيس، مرستيال او منشي به وټاكي او په رسمي ډول به د دغه كميسيون چارې پېل كړې.
