سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو د خپلواك كميسيون غړي د ځواب ويلو لپاره مشرانو جرګې ته غوښتل كېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو د خپلواك او د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيونونو غړي د ځواب ويلو لپاره مشرانو جرګې ته غوښتل كېږي. د دې جرګې غړي  وايي، چې د يادو كميسيونونو غړي لويې او وړې ستونزې لري، چې بايد په ملي شورا كې د خلكو استازو ته ځواب ووايې، له همدې سره د مدني ټولنو بنسټونه د ازادو او شفافو ټاكنو غوښتونكي دي.

هره ورځ، چې د ټاكنو وخت ته نږدې كېږي ورسره اندېښنې او ننګونې هم زياتېږي، د ښار په يوه برخه كې له لست څخه د لرې شويو نوماندانو ناندرۍ دي او د ښار په بله برخې كې په ټاكنو كې د ناامنيو او د درغليو د شتون وېره او اندېښنه.

د مشرانو جرګې غړي هم له يادو اندېښنو څخه نه دي پاته او وايي، چې د ټاكنو د خپلواك او د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيونونو غړي له يو شمېر تېروتنو سره مخ دي او بايد د خلكو استازو ته ځواب ووايې.

د هېواد د څورلسو ولايتونو د مدني ټولنو غړي هم د راتلونكو ټاكنو د ترسره كېدو د څرنګوالي په باب اندېښنه لري، دوى نا امني، د ټاكنيزو كميسيونونو خپلواكي او د حساب وركونې د يوې كړنلارې نه شتون د راتلونكو ټاكنو په وړاندې جدي ستونزې ګڼي.

دوى د دولت له وسله والو مخالفينو څخه غواړي، چې په ټاكنو كې د خلكو د رايې وركونې مخه ونه نيسې او د رايې وركوونكو د ګوتو له پرې كولو ډډه وكړي.

د مشرانو جرګه او مدني بنسټونه په داسې حال كې دا څرګندونې كوي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په كراتو ويلي، چې راتلونكې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاكنې به د تېرو ټاكنو په پرتله په كراتو شفافې ووسې، دا چې راتلونكې ټاكنې به څومره شفافې تر سره شي هغه پوښتنه ده، چې وخت به ورته ځواب ووايې.

Trending

Exit mobile version