1393ټاكنې

د ټاكنو د خپلواك كميسيون كاركوونكي، چې په درغليو تورن دي، په سزا به ورسول شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسمشرۍ ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلام سره په يوه وخت به د درغليو او ټاكنيزو سرغړونو عاملين هم خلكو ته معرفي شي.

ټاكنيزو شكايتونو ته رسيدګي روانه ده، خو د ټاكنو په بهير كې درغلي كوونكو سره بايد څه ډول چلند وشي؟

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، د دوی زياتره كاركوونكو په درغليو كې لاس درلود، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به تور ليست كې شامل او عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي، چې د ولسمشرۍ د ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلام سره په يوه وخت به د درغلي كوونكو نومونه هم افشا شي او حكومت هم بايد په ټاكنيزو درغليو كې ښكېل كسان په سزا ورسوي.

 

د ټاكنو په پروسه باندې څارونكي بنسټونه او د ولسي جرګې ځينې غړي هم وايي، كه د ټاكنو د پروسې درغلي كوونكو ته سزا ورنكړل شي، خلك به په دموكراتيك بهير په ځانګړې توګه ټاكنو باور له لاسه وركړي.

د ولسي جرګی غړې حبیبه دانش هم په دې باور ده، چې كه د ټاكنيزو درغليو عاملينو ته سزا ورنكړل شي، د ټاكنو دويم پړاو به هم له پراخو درغليو سره مل وي.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، د ټاكنيزو شكايتونو زياتې دوسيې جزايي دي، چې بايد عدلي او قضايي بنستونو ته ولېږل شي.

Trending

Exit mobile version