سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو د شكايتونو خپلواك كميسيون غړيو لوړه وكړه او اداري پلاوى يې وټاكل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو د شكايتونو خپلواك كميسيون غړيو د افغان ولسمشر حامد كرزي په شتون كې لوړه وكړه او په خپله لومړۍ ناسته كې يې د دغه كميسيون رييس، مرستيال او منشي وټاكل.

ريدا عظيمي، عبدالستار سعادت، عزيز الله آريافر، نادر محسني او پيغمبر قل دوغن د دغه كميسيو نوي غړي دي.

د دغه كميسيون غړيو لوړه وكړه، چې د شفافو ټاكنو د تر سره كولو لپاره به په استقلاليت، ايماندارۍ او بۍ طرفۍ كار كوي.

افغان ولسمشر د ټاكنو د شكايتونو د كميسيون غړيو ته په خبرو كې وويل، چې:

مونږ به د ټاكنو د شكايتونو د كميسيون په چارو كې كله هم مداخله ونكړو؛ خو هيله لرو، چې دغه كميسيون به خپلې چارې په صداقت پر مخ يوسي، چې دغه هېواد له هر ډول كورنيو او بهرنيو  سياسي مداخلو پرته پر مخ ولاړ شي.

د لوړې له مراسمو وروسته د دغه كميسيون غړيو ناسته وكړه، چې د اداري پلاوې د ټاكلو لپاره ټاكنې وكړي.

عبدالستار سعادت د رايو په اكثريت د كميسيون رييس، ريدا عظيمي د مرستيالې او نادر محسني د دغه كميسيون د منشي او وياند په توگه وټاكل شول.

د ټاكنو د شكايتونو د كميسيون رييس په سمه توگه د دندو د ترسره كولو او هيڅ فشار ته د نه تسليميدو خبرې وكړې.

د ټاكنو د نوي قانون پر بنسټ، چې د روان لمريز كال په پيل كې تصويب شو د ټاكنو د شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرينو شتون ليرى كړشوى دى. ټاكنيزو شكايتونو ته رسيدل د دغه كميسيون له مهمو دندو څخه شمېرل كيږي.

Trending

Exit mobile version