1393ټاكنې
د ټاكنو د شكايتونو كميسيون د ولايتي شورا نولس كانديدان له ليست څخه واېستل
د ټآكنو د خپلواك كميسيون د شکایتونو کمیسیون د ولایتی شورا ګانو ۱۹ كانديدان له ليست څخه حذف كړل. مسئولين وايي، چې د ولايتي شوراګانو د دغو نولسو كانديدانو عمر په بېلا بېلا اسنادو كې تفاوت درلود نو ځكه دوى يې له ليست څخه د حذف كولو پرېكړه وكړه.
په داسې حال كې، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو د ټاكنيزو مبارزو لپاره شا او خوا دوې اوونۍ پاتې دي، د ټاكنو د شكايتونو كميسيون د ولايتي شورا نولس كانديدان له ليست څخه وايستل.
د ولايتي شوراګانو كانديدان بايد پنځه ويشت كلني بشپړه كړې وي، خو د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئيس عبدالستار سعادت وايي، چې د حذف شويو كانديدانو په عمر كې قانوني ستونزې موجودې وي.
د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون مسئولين همدارنګه وايي، دوى به د ټاكنو تر ورځې خپلو څېړنو ته دوام وركړي او كه د كوم كانديد په اسنادو كې ستونزې موجودې وي، ښايي له ليست څخه يې وغورځوي.
دا په داسی حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ولایتي شورا ۲۰ كانديدان حذف شوي وو.
ټاكل شوې، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو تر منځ د كب په ديارلسمه ټاكنيزې مبارزې پېل شي.
1393ټاكنې
پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي -زلمي خلیلزاد
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.
1393ټاكنې
اسلامي امارت په ایران کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د ایران او پاکستان د پولې د کلګان په اړوند سیمه کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ګمارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياده موضوع هر اړخيزه وڅېړي او خپل راپور د ریاست الوزراء مقام ته وسپاري او د راتلونکیو اقداماتو لپاره لازمې لارښوونې ترلاسه کړي.
ویل کیږي، چې دې پلاوي پرون خپل کار پیل کړی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره د دې موضوع حقیقت څرګند کړي.
1393ټاكنې
ټام وسټ د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (تلې پر لسمه) څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وسټ د دغه وزارت د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی ټاکل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د انټوني بلینکن د څرګندونو له مخې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د آسیا د جنوب لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم تر سره کوي.
ویل کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټام وست ډیپلوماسي ستایلې او څرګندوي، چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد د ترهګرو د بریدونو پر ځاله بدل نشی.
-
سوداگري4 days agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
نړۍ5 days agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ4 days agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونهشي – حامد کرزی
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
سوداگري5 days agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون

