1393ټاكنې

د ټاكنو د شكايتونو كميسيون د ولايتي شورا نولس كانديدان له ليست څخه واېستل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټآكنو د خپلواك كميسيون د شکایتونو کمیسیون د ولایتی شورا ګانو ۱۹ كانديدان له ليست څخه حذف كړل. مسئولين وايي، چې د ولايتي شوراګانو د دغو نولسو كانديدانو عمر په بېلا بېلا اسنادو كې تفاوت درلود نو ځكه دوى يې له ليست څخه د حذف كولو پرېكړه وكړه.

په داسې حال كې، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو د ټاكنيزو مبارزو لپاره شا او خوا دوې اوونۍ پاتې دي، د ټاكنو د شكايتونو كميسيون د ولايتي شورا نولس كانديدان له ليست څخه وايستل.

د ولايتي شوراګانو كانديدان بايد پنځه ويشت كلني بشپړه كړې وي، خو د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئيس عبدالستار سعادت وايي، چې د حذف شويو كانديدانو په عمر كې قانوني ستونزې موجودې وي.

د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون مسئولين همدارنګه وايي، دوى به د ټاكنو تر ورځې خپلو څېړنو ته دوام وركړي او كه د كوم كانديد په اسنادو كې ستونزې موجودې وي، ښايي له ليست څخه يې وغورځوي.

دا په داسی حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ولایتي شورا ۲۰ كانديدان حذف شوي وو.

ټاكل شوې، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو تر منځ د كب په ديارلسمه ټاكنيزې مبارزې پېل شي.

Trending

Exit mobile version