سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو د عملياتي چارو ټول لګښتونه مرستندويه هېوادونه پرې كوي
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې د ټاكنو لپاره له دوى سره هېڅ پيسې په واك كې نشته او د ټاكنو د عملياتي چارو ټول لګښتونه مرستندوېه هېوادونه پرې كوي.
د تېرو ولسمشريزو ټاكنو په څېر را روانې ولسمشريزې ټاكنې هم د بهرنيانو په مرستو تر سره كېږي.
نږدې شل مرستندوېه هېوادونه د ټاكنو د تر سره كولو لپاره مالي مرسته كوي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي:
دوى د ټاكنو لپاره پېسې په خپل لاس كې نلري، بلكې مرستندويان يې د خپلو تګلارو له مخې مصرفوي.
د راى پاڼو چاپ هغه څه دي، چې اوس د ټاكنو خپلواك كميسيون پرې كار كوي، ښايي دا د ټاكنو د مالي لګښتونو يوه ستره برخه وي، دا معلومه نده، چې راى پاڼې به چېرې چاپېږي.
د راي پاڼو د چاپ په داوطلبۍ كې كورنيو او بهرنيو شركتونو ته ونډه وركول كېږي.
وېل كېږي په افغانستان كې دوولس ميليونه كسان د رايې وركولو په شرايطو برابر دى.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين همدارنګه وایی، چې دوى به له دوولسو ميليونو زياتې راى پاڼې چاپ كړي.