سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو د لړۍ غزيدو پر اقتصادي بهيرمنفي اغېزې كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو روستۍ پايلې اعلان كړې او ورسره ټاكني هم دوه يم پړاته ولاړي، چي د دوه مخكښو نوماندانو ترمنځ ټاكني بيا ترسره شي.

د هېواد د سوداگرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الكوزي وايي، له هغه وروسته، چي په هېواد كي د ټاكنو لړۍ اوږده شوه پر اقتصاد يې منفي اغېزې وكړې.

ښاغلى خان جان الكوزى له مخكښو نوماندانو څخه غواړي، چې په دوه يم پړاو كې له هرډول سرغړونو ځان وژغوري او دغه ملي بهير ترسره كيدو ته پريدي.

په كابل ښاركي يو شمېرهغه خلك، چي په سختو فزيكي كارونو اخته دي وايي، چې:

له هغه ورځې، چي د ټاكنو لړۍ پيل شوې بيكاري هم ورسره زياته شوې ده.

دوي وايي، خلك له لوږې مري، خو سياستوال مو د څوكۍ د تر لاسه كولو په جنجال اخته دي.

ځيني سوداگر وايي د ټاكنو په بهير كې، چې روانو سياسي سياليو ته گورو وېريږو، ځكه مو د سوداگرۍ لړۍ سسته كړې ده.

د كابل ښاريان وايي، له هغې ورځې راهيسې، چي د ټاكنو لړۍ پيل شوې، كارونه لږ شوي او خلك په راتلونكې بې باوره شوي دي.

دوى وايي، هرڅوك، چې څوكۍ ته د رسيدو لپاره په ټاكنو كې ستونزې جوړوي دا په ملت ظلم دي.

Trending

Exit mobile version