سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو د نوماندانو نوملړ له يو شمېر بدلونونو سره بشپړ شو
د ټاكنو د شكايتونو كميسيون وايي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو د نوماندانو نوملړ له يو شمېر بدلونونو سره بشپړ شوى دى.
د ټاكنو د شكايتونو كميسيون له څوورځني ځنډ وروست دادى د راروانو ټاكنو د نوماندانو نوملړ بشپړ كړ.
د ټاكنو د شكايتونو كميسيون كميشنر عزيزالله آريافر وايي:
د دغه كميسيون د كار پايله نن سې شنبه(د لړم ۲۸) د ټاكنو خپلواك كميسيون ته سپارل كيږي.
نوموړى زياتوي، په دې نوملړ كې تازه بدلونونه راغلي، چې يو يې پر نوماند د مجرم تور دى.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كمشنر سریر احمد برمک وايي:
د نوماندانو بشپړ شوى نوملړ به له تر لاسه كولو وروسته ډېر ژر اعلام او خپور شي.
ټاكل شوې وه، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د نوماندانو بشپړ نوملړ د لړم په ۲۵ اعلام شوى واى؛ خو د ټاكنو د شكايتونو كميسيون په همدې ورځ د دغه نوملړ له ځنډولو خبر وركړ.
