سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو د نوي قانون له مخې د ولسمشرۍ لپاره هر نوماند بايد د سل زرو كسانو ملاتړ ولري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، شپاړس تنو دغه كميسيون ته د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو د احتمالي نوماندانو په توګه مراجعه كړې او معلوماتي پاڼې یی تر لاسه كړې دي. د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي ښـكاره نه ده، چې دغه كسان به د نوماندۍ ټول شرايط پوره كړي او كنه.

تر راتلونكې يوې ورځې پورې به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د نوماندانو د نوم ليكنې بهير پېل شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي:

شپاړس تنه ولسمشريزو ټاكنو ته د احتمالي نوماندانو په توګه دغه كميسيون ته تللي دي معلوماتي پاڼې يې تر لاسه كړې دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د دغو كسانو نومونه رسنيو ته نه وركوي، خو زياتوي چې په دغو كسانو كې ښځينه نومانده نشته.

د ټاكنو خپلواك كميسيون همدارنګه وايي، چې د ټاكنو د نوي قانون له مخې، چې كوم شرايط د نوماندۍ لپاره  ټاكل شوي دي ګمان كېږي د ۲۰۰۹ كال د ټاكنو په پرتله په را روانو ټاكنو كې د نوماندانو شمېر ډېر كم ووسي.

د ټاكنو د نوي قانون له مخې د ولسمشرۍ  لپاره هر نوماند بايد د سل زرو كسانو ملاتړ ولري او د نوم ليكنې پر مهال بايد يو ميليون افغانۍ د ضمانت په ډول د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وسپاري.

Trending

Exit mobile version