1393ټاكنې
د ټاكنو قسمي پايلې د خلكو بشپړه اراده نه تمثيلوي
د ټاكنو خپلواك كميسيون د يكشنبې په ورځ ( د وري ۲۴ ) د ولسمشريزو ټاكنو قسمي پايلې اعلان كړې، خو د پايلو له اعلام سمدستي وروسته د ولسمشرۍ كانديدانو خپل غبرگونونه څرگند كړل.
ځينو نيوكه كوله، چې دا پايلې د هغو محلونو د فيصدۍ له مخې اعلان شوي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په كې د درغليو رپوټونه وركړي ول.
دوى وايي، چې تر اوسه پاكې رايې له ناپاكو هغو پېلې شوې نه دي او قسمي پايلې اعلان شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور مني، چې ښايي په اعلان شويو پايلو كې يو شمېر هغه رايې هم حساب شوې وي، چې د خلكو اراده په كې تمثيل شوې نه وي او په تقلب د رايو صندقونو ته اچول شوې وي.
د دغه كميسيون مسوولين وايي، مونږ د قانون له مخې اړ وو، چې قسمي پايلې اعلان كړو. دا پايلې د ټول هېواد په كچه نه، بلكې د ۲۶ ولايتونو د لس فيصدو محلونو د رايو پر بنسټ دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون زياتوي، چې د هغو مركزونو او محلونو رايې به باطلې شي، چې درغلۍ په كې ثابتي شي.
د ښاغلي نور دا څرگندونې د ولسمشرۍ د كانديدانو هغه اټكل پياوړي كوي، چې ښايي په اعلان شويو پايلو كې تقلبي رايې هم شمېرل شوې وي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې دوى تر اوسه لس په سلو كې رايې خپلې معلوماتې زيرمې ته داخلې كړې، خو كه د ټاكنو خپلواك كميسيون د درغليو په اړه شواهد وړاندې كړي، ښايي د لومړنيو پايلو له اعلان مخكې تقلبې رايې له ديتابيس يا د معلوماتو له زيرمې ويستل شي.