سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو كميسيون د رخصتيو په ورځو كې هم كاركوي
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسولين وايي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو لپاره د نوم ليكنې په پاتې څلورو ورځو كې به يو شمېرليواله كسان ځانونه كانديد كړي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس ضیالحق امرخیل وايي، چې:
د پنچشنبې په ورځ او د جمعې تر نيمې ورځې به هم خپل دفترونه د نوم ليكنې د فرصت په توگه پرانيستي وساتي.
د نوم ليكنې له پيله لس ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه دوه كسانو په رسمي توگه ولسمشريزو ټاكنو ته ځانونه كانديد كړي او څو نرو له خپلو رسمي دندو استعفا كړې ده.
ويل كيږي د درې ښځو په گډون دري اويا كسانو د نوم ليكنې معلوماتي غوټي تر لاسه كړي دي. كه څه هم زياترو كسانو په ټاكنو كې د كانديد كيدو په نيت له خپلو دولتي څوكيو استعفاوې كړي، خو د چارشنبې په ورځ(د تلې۱۰) هم هيڅڅوك د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د نوم ليكنې لپاره نه دي ورغلي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوولين وايي، چې د نوم ليكنې لپاره د گوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس ضیالحق امرخیل وايي:
د راتلونكې يكشنبې ورځې په څلورو بجو به د نوم ليكنې رسمي وخت پاى ته ورسيږي. تر اوسه ۳۲۸۹ تنو چې ۲۱۳ ښځې هم په كې دي، ولايتي شوراگانو ته د نوم ليكنې معلوماتي غوټې تر لاسه كړي ۱۱۹۷ كسانو، چې ۱۲۱ ښځې هم په كې دي، په رسمي توگه ځانونه كانديد كړي دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې د ناامنيو له كبله د نورستان د ولايتي شوراگانو كانديدان كولى شي په كابل كې هم نوم ليكنه وكړي.
د يادونې وړ ده، چې تردې دمه په پكتيا او نورستان ولايتونو كې يوې ښځې هم وپليتي شوراگانو ته ځانونه ثبت كړي نه دي.