سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو كميسيون د ۱۶ اعشاريه ۷ ميليون دالرو له هوكړې خبر وركړ
د افغانستان د ټاكنو د برياليو سرته رسولو لپاره د جاپان مخكيني ژمنه شوي ۱۶ اعشاريه ۷ ميليون دالري هوكړه په كابل كې د دغه هېواد د سفير او د ملگرو ملتونو د پراختيايي ادرې لخوا لاسليك شوه.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس احمد يوسف نورستانى وايي:
دغه پيسې به د تداركاتو او د موادو د عرضه كولو په برخه كې ولگول شي.
د نوموړي په وينا، مرسته شوې پيسې به د ټول هېواد راى پاڼو، رنگ او وسايلو ليږد ته ځانگړې شي.
ښاغلي نورستاني د سې شنبې په ورځ(د لړم۲۱) په همدې ناسته كې د وري په ۱۶ په ټاكلي وخت د ټاكنو له تر سره كولو هم خبر وركړ او وايي، چې هيڅ راز بدلون به په دې پروگرام كې رامنځته نشي.
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د پراختيايي ادارې عمومي رييس الوارو رودریگویز وايي:
د جاپان دغه مرسته شوي دالر د نړيوالې ټولنې د ژمنو ښكاره بېلگه ده، چې د رڼو ټاكنو، غوره حكومتدارۍ او ديموكراسۍ د پلي كولو په موخه له دې هېواد سره تر سره كيږي.
په كابل كې د جاپان سفير هيروشي تكاهاشي وايي:
د جاپان خلك په افغانستان كې د ټاكنو د ترسره كولو او غوره حالت د رامنځته كيدو هيله من دي. د رڼو ټاكنو په تر سره كيدو به جاپان نورې مرستې هم له دې هېواد سره وكړي.
سره له دې ، چې د ټاكنو په ترسره كولو كې د ټاكنو كميسيون پر ناپېيلتوب شكونه كيږي؛ خو ښاغلى نورستانى وايي، چې د ځينو ټينگارونو په وړاندې به ستونزې رسنيو ته هم وړاندې كړم.